لومړۍ وطن که اسلام؟

لومړۍ وطن که اسلام؟
په دغه عنوان باندې په تېر کې مونږ ډیر زیات بحثونه وکړل؛ دا چې بدبختانه زمونږ ټولنه افراطي ده
ځوانان مو پوره خبره نه اوري او د خبرې اوریدو مخکې درته د کافر، ملحد خطاب او حتا کوشش کوي
چې تا ووژني؛ نو ځوانه! خیر دی دا لیکنه په پوره غور او تر پایه ولوله:
که څه هم ما مخکې هم په ډیرو بحثونو کې ویلي چې لومړۍ وطن او بیا اسالم دا پدې مانا نده چې زه
اسالم ته توهین کوم ټول پوهیږو چې هیڅکله اسالم دوهم کیدلی نشي اسالم تر هر څه مخکې لومړیتوب
لري؛ خو پدې لیکنه کې چې زه د افغانستان د لومړیتوب خبره کوم زه ورته دلیل لرم.
دا الزم او ملزوم دي که چېرته ته د افغانستان یې او اسالم دې نه وي پدې افغانستان به زه څه وکم او یا
که مسلمان یم او افغانستان مې نه وي پدې اسالم به زه څه وکم؛ اسالم یو لوی ارزښت دی د دې ارزښت
لپاره به ته کار کوي ، ددې ارزښت به ته پالنه کوې او دا ارزښت به ته منتشر کوې او نورو ته به یې
رسوې ددې کار د کولو لپاره تاته جغرافیه پکار ده ، که وطن دې نه وي دا اسالم د هم د السه ورکړو.
په زیاد تعداد هغه افغانان چې په غرب کې ژوند کوي ددوی اوالدونو په اړه یوه څیړنه وکړئ چې ددوی
ماشومان څومره په اسالمي ارزښتونو بلد دي غوټ اکثریت د غرب میشتو افغانانو لومړی نسل دوهم
نسل د اسالمي ارزښتونو څخه ډیر شاته پاتې دي چې یواځینۍ دلیل یی دا دی چی دوی وطن نه لري.
په غرب کې کفر دی په هغه اندازه ته خپل اسالمي ارزښتونه نشې پاللی لکه څومره یې چې ته په خپل
هیواد کی پاللی شې دا یو تریخ حقیقت دی؛ نو ځکه اسالم هم پدې تاکید کړی چې ته په یوه اسالمي ټولنه
کې ژوند وکړه نه په یوه کفري ټولنه کې تر څو وکوالی شې خپل ټول اسالمي ارزښتونو وپاللی شې.
اوس راځم دې خبرې ته چې که ته چېرته وطن ولرې ته به وکوالی شې خپل د اسالم ارزښت پالنه
وکړې؛ ته به پکې مدرسې جوړې کړې ، ته به علماء وروزې او ته به د اسالم لپاره کار کوې او که ته
چېرته وطن ونلرې ته به له وطنه وځې او په پردیو هیوادونو کې به مهاجر وې بیا به درنه اسالم هم پاتې
وي او اسالمي ارزښتونه به هم درنه پاتې وي؛ په راتلونکي کې به دې ماشومان هم همداسې د اسالمي
ارزښتونو ناخبره پاتې وي نو ځکه زه دا خبره کوم چې که چېرته وطن ولرې ته به اسالمي ارزښتونه
وپاللی شې او کنه هر څه به همداسې درنه پاتې وي.
حسیب خان ځواک

و َماعلَینَآ إلاَّ ٱلْبَلَغ ٱلْمبین

خپلو ټولنیزو پاڼو کی دا لیکنه خپره کړئ

دا پاڼه د افغانستان جغرافیې، تاریخ، کلتور، خلکو، ژبو او عنعناتو روڼ انځور دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *