About Haseeb khan Zwak

د حساب او کتاب سړی
د حسيب خان ځواک لنډه پېژندنه

د اکتوبر میاشت، پنځلسم تاریخ و، خو لمر لا خپلې وړانګې د ځمکې په بدن نه وې خپرې کړې، کال 1995 م و
د سهار شفق تر سُرخۍ مخکې د حاجي عبدالجبار په کور د خوښۍ ورا د ننه شوه. يوه ښکلي کوچني دنيا ته سترګې پرانيستې
پلار يې په کوچنيو غوږونو کې تر اذان وروسته پرې حسيب خان نوم کېښود.
ورځې تېرېدې او حسيب خان غټېده، تر دې چې په کوڅو کې له همزولو سره د لوبو شو. همدغه وخت يې پلار سيپاره په لاس د کلي مسجد ته ولېږه. دلته د خدای له دين او محبوب سره اشنا شو.
همدلته ورسره د ښوونځی شوق پيدا شو او د پوره کېدو لپاره يې روښان عالي لېسې ته ولاړ، لومړی ټولګی يې پيل کړ او لنډه دا چې تر متوسطې يې زده کړې همدلته وکړې
د لغمان ولايت په مرکز پورې اړوند دا ښکلی زلمی د تقدير ليک سره سم کابل ته لاړ خو هلته هم د ځان جوړونې فکر ارام پرېنښود، کتاب او قلم سره د مينې پاللو لپاره يې دا ځل د خوشحال خان بابا په علي لېسه کې نوم وليکه. حسيب خان په يولسم ټولګې کې و چې د Y.S.E.L پروګرام له لارې د انګليسي ژبې د مهارتونو د زده کړې لپاره په يوه لنډ سفر هندوستان ته ولاړ. د وخت په تېرېدو يوه ورځ هغه شېبې هم راغلې چې حسيب خان؛ ځواک شو او له لېسې د فراغت سند يې واخيست
دا چی په انګلیسی ژبه کې یی ښه مهارت او له هندوستان سندونه درلودل په کابل کې یې د یو شمیر کورسونو له لارې د وطن زلمیو او پیغلو ته په وړیا ډول زده کړې ورکولې او دا یې خپل مسولیت او د دوی حق ګڼه له ځنډ پرته د يوه سکالرشيپ له لارې هندوستان ته ولاړ، هلته يې په اقتصاد کې ليسانس وکړ. وطن ته له رارسېدو سره سم يې د خپل استعداد له مخې خدای ج بيا د بخت ډېوه بله کړه، دا ځل ترکيې هېواد ته د يوه سکالرشيپ له لارې لاړ او هلته يې په اداره او منجمنټ کې خپله لومړۍ ماسټري وکړه.
وطن ته راغی خو د بخت څپو تر لندن ورساوه.
دلته یی درې کارونه کول

زده کړې-

کار-

 ـ مبارزه
خو مبارزې هغه وخت لا زور واخیست کله چې افغانستان کې جمهوري نظام سقوط وکړ او پر ځای یی د طالب واکمني راغله، ددې لاری مزل هغه وخت لا شدت واخیست کله چې د انجونو پرمخ د تعلیم خلاصې در وازې وتړل شوې
دې په دې خپلی مبارزی کی دومره سپیڅلی و چې د وطن زلمو او پیغلو ورته د ولسمشر لقب ورکړ
په لندن کې تر لنډې مودې تېرولو وروسته یې د سفر موزې مخ په امريکا واغوستې چېرته چې اوس هم د ژوند پور لنډوي.
حسيب خان ځواک که څه هم اوس د شيشو په ښار کې د اسوده ژوند د ناوې غېږ کې دی خو د هېوادنۍ سپېڅلې مېنې حس يې مجبوروي چې ووايي

موټی خاوره د وطن به پرې ورنکړم
که په سر د ځمکې هر وطن ختن شي
همیش خلیل

ځواک په همدې احساس پايي او هيڅ ځای و وخت کې ارام ناست نه دی. هغه وخت چې هند کې و نو له نورو افغانانو سره يو ځای به يې مناسبتي پروګرامونه جوړول اوس چې په امريکا کې دی هم يې دا لړۍ او هڅې دوام لري

ښاغلی ځواک نه یوازې د پښتو ژبې او فرهنګ پالنې مشعل پورته کړی، بلکې اوس د لوی افغانستان د تاریخ او جغرافیې د حق غوښتنې لوی داعي هم دی. هغه د افغانانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې پیل کړې دي او د خواله رسنیو له لارې د افغانانو د ویښتیا او فکري رغونې لپاره په پوره شور او زحمت کار کوي

د هغه مبارزې په خواله رسنیو کې د زرګونو ځوانانو ملاتړ ترلاسه کړی ده، چې د فکري بدلون او ملي ویښتیا لپاره یې لوی کاروان جوړ کړی دی. د ښاغلي ځواک هڅې نه یوازې د فرهنګ د ودې لپاره دي، بلکې د افغانانو ملي هویت او تاریخي ارزښتونو په ساتنه کې هم مهم رول لوبوي

د حسيب خان د فکر او مبارزې ځواک دې الله ج نه کمرنګه کوي

اظهار الله خوشحال

Photos of Haseeb Khan Zwak